سوځېدل د مختلفو ټپونو لامل ګرځي چې ځینې ډولونه يي د بدن د پوستکي ټولې طبقې له منځه وړي. اور او برېښنا د درېیمې درجې سوځېدو تر ټولو ستر لامل ګڼل کېږي.
دلته مو له ځینو هغو لومړنیو مرستو سره اشنا کوو چې باید له درېیمې درجې سوځېدو سره ترسره شي:
۱- په ځانګړي ډول کله چې غاړه، مخ او یا هم د خولې شاوخوا سوځېدلې او زخمي شوې وي، نو په اور سوځېدلی کس په سمه توګه ساه نه شي اخیستی او یا هم کله د ساه اخیستو ستونزه د لوګي له امله رامنځته کېږي. کوښښ وکړئ چې سوځېدلي کس ته د ساه اخیستو فرصت برابر کړئ.
۲- لوند رخت او یا هم یخې اوبه باید د زخمي شوو برخو د حرارت درجې ټیټولو لپاره استعمال کړئ. د ویلې شوي یخ اوبه د مخ، لاسونو او پښو په ټپونو مه کاروئ.
۳- سوځېدلې برخې له بې مېکروبه رخت، نري، پاک او سپین کتان او یا هم د بالښت پوښ په مرسته پټ کړئ، خو هغه مواد چې په زخم کې نښلي، لکه، مالوچ باید زخم پرې پټ نه شي.
۴- له ځنډ پرته سوځېدلی کس روغتون ته ورسوئ؛ ځکه چې عاجلې روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري.