د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا مرکل چې له ١٨ کلونو راپدېخوا د هغه هیواد د واکمن مسیحي دموکرات گوند مشره وه، د ګوند له مشرۍ گوښه شوه، خو نژدې متحده یې پر ځای وټاکل شوه. د هامبورګ په ښار کې د جرمني د مسیحي ډموکرات ګوند مرکزي کنګرې ددغه ګوند د مشرتابه د ټاکنې په رایه اچونه کې انه ګریت کرمپ کارنباور د نوې مشرې په توګه وټاکله. انګیلا مرکل له ١٨ کالو او اتو میاشتو وروسته په پخله خوښه د ګوند له مشرۍ گوښه شوه. د مسیحي دموکرات ګوند دغه ګوندي ټاکنو کې په رایه اچونه کې کرنباور ٥١٧ رایې او فریدریش میرڅ ۴٨٢ رایې وګټلې او کرن باور اکثریت ترلاسه او د جرمني د دغه مقتدر واکمن ګوند مشره شوه. د جرمني صدراعظمې انګیلا مرکل تیره میاشت اعلان وکړ چې نور نه غواړي د ګوند مشري وکړي، خو د صدرات څوکۍ به تر راتلونکو ټاکنو پورې پرمخ بوځي.