د بې پولې ډاکټرانو ټولنې اعلان کړی چې په مدیترانې سمندرګي کې د کډوالو د ژغورنې لپاره خپل فعالیتونه بندوي.
دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې خپل فعالیت د اروپايي هېوادونو په تېره بیا د اېټالیا د لاسوهنو له کبله بندوي.
په بیان کې راغلي، بې پولې ډاکټرانو له ۲۰۱۶ ز کال راهیسې له لیبیا نیولې تر اېټالیا او مالتا د مدیترانې سمندرګي په اوبو کې شاوخوا دېرش زره کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.
دې ټولنې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، اروپايي هېوادونو نه یوازې د کډوالو د پلټنې او ژغورنې د عملیاتو لپاره د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې ورسره مرسته نه ده کړې، بلکې د کډوالو د ژغورنې لپاره د نورو د مرستو د مخنیوي هڅه یې هم کړې ده.
اکواریوس د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې د کښتۍ نوم دی چې په مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې لپاره فعالیت کوي.
د روان کال په جون میاشت کې اېټالیا وروسته له دې چې خپلې پولې یې د کډوالو پرمخ وتړلې، دې ټولنې ته چې ۶۳۰ کډوال یې په اکواریوس کې ژغورلي وو، د دغه هېواد بندرونو ته د ننوتو اجازه هم ور نه کړه.
په تېره نومبر کې اېټالیا د بې پولې ډاکټرانو پر ټولنه تور پورې کړ چې په خپله کښتۍ کې یې څو ټنه زهرجن کثافات د اېټالیا پولو ته لېږدولي او په دې اړه یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
MSF یوازینۍ هغه مرستندویه ټولنه نه ده چې په مدیترانې سمندرګي کې له کډوالو سره د مرستې فعالیت بندوي، بلکې یوې بلې غیرحکومتي خیریه ټولنې ساس مدیترانې هم ویلي چې د دوی په چارو کې د اروپايي هېوادونو د پرله پسې لاسوهنو له کبله په مدیترانې سمندرګي کې خپل فعالیت بندوي.
د افغانستان، پاکستان، سوریې او عراق په ګډون له یوشمېر جګړه ځپلو هېوادونو څخه هر کال لسګونه زره کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د تلو هڅه کوي، خو په تېرو څو کلونو کې د زرګونو کډوالو د ډوبېدو او مړینې راپورونه ورکړل شوي دي.