په فرانسه کې د ژېړ واسکټو اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ د نښتو پرمهال له ۱۷۰۰ څخه ډېر کسان نیول شوي دي. دا مظاهرې چې له تېرو دریو اونیو راهیسې د تېلو د بیو د لوړېدو په غبرګون کې پیل شوې، وروسته له هغې په تاوتریخوالي واوښتې چې اعتراض کوونکو هڅه کوله ولسمشرۍ ماڼۍ ته ځان ورسوي، خو پولیسو پرې اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ او دې ماڼۍ ته یې د دوی دورتلو مخه ونیوله.
اعتراض کوونکو هغه ځانګړي واسکټونه اغوستي چې ترافیک او د شاروالۍ کارکوونکي یې په شپه کې د لیدلو لپاره اغوندي.
که څه هم د دغو اعتراضونو د امنیت لپاره ۸ زره پولیس ګومارل شوي، خو حکومت اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی چې ښايي افراطي ډلې او باغیان د هغوی له حضوره ناوړه استفاده وکړي.
دغه اعتراضونه د پلازمېنې پاريس په ګډون په مارسي، بورډو، لیون او تولوز ښارونو کې هم روان دي.
اعتراض کوونکي د دغه هېواد له ولسمشر ایمانویل مکرون څخه غواړي چې استعفا دې ورکړي، خو د فرانسې حکومت ويلي، په پام کې ده چې ولسمشر مکرون په راتلونکو دوو ورځو کې په وينا کې يو مهم اعلان وکړي.
که څه هم ولسمشر مکرون پر تېلو د ماليې زياتولو پلان لغوه کړى، خو دغه اقدام بيا هم د ژېړ واسکټو د اعتراضونو د پاى ته رسېدو سبب نه شو.
اعتراض کوونکي د ماليې ټيټېدل، د حق الزحمې زياتېدل او د تقاعد د امتيازونو لوړېدل غواړي.
د فرانسې ولسمشر د اعتراض کوونکو د غوښتنو په تړاو یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل: «زه هر وخت د خلکو د مخالفت درناوی کوم، زه به تل اپوزيسیون ته غوږ نیسم، خو هېڅکله تشدد نه شم زغملای».
د یادونې وړ ده چې د پولیسو او اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتو له امله تر اوسه د ۱۳۰ تنو د ټپي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.