د برېټانیا لومړۍ وزیره د هغې موافقې د ژغورلو لپاره له اروپایي مشرانو سره خبرې کوي چې له مخې یې دغه هېواد له اروپایي اتحادیې وځي.
تریزامې په همدې موخه په هاګ کې د هالنډ له لومړي وزیر مارک روټ سره تر کتنې وروسته د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلا مېرکل سره د لیدو لپاره برلېن ته لاړه.
مې هڅه کوي چې له اروپایي اتحادیې د برېټانیا د وتلو په اړه شوې موافقه چې په کور دننه د اپوزېسیون لهخوا له سخت مخالفت سره مخ شوې، وژغوري.
د اروپایي اتحاديې رییس ډونالډ توسک ټینګار کړی چې د دې اتحادیې نور ۲۷ غړي هېوادونه به د بریکزیټ د موافقې په اړه له سره غور ونه کړي، خو مشران کولای شي چې د هغې د تصویب لپاره د اسانتیا برابرولو په برخه کې له برېټانیا سره مرسته وکړي.
توسک ویلي، د اروپایي اتحادیې مشران به په دې اړه د بروکسل په سرمشریزه کې چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ جوړه شي، بحث او خبرې وکړي.
د برېټانیا لومړۍ وزیرې په پارلمان کې په دې اړه رای ګیري هغو اندېښنو ته په پام سره چې ښایي وکیلان هغه رد کړي، ځنډولې او له اروپایي مشرانو سره د یوې بدیلې موافقې د ترلاسه کولو لپاره یې لیدنو کتنو ته مخه کړې ده.
د برېټانیا په پارلمان کې د اپوزېسیون د کارګر ګوند مشر جرمي کورباین په ګډون، اکثره وکیلان د مې پر دې پرېکړه چې له اونیو راهیسې یې په ټینګار ویلي چې دغه معامله به مخ ته یوسي، په غوسه کړي دي.