اسټرالیا په رسمي توګه لوېدیځ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندلی دی. دا څرګندونې د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مریزون پرون ناوخته کړې دي. هغه ویلي چې هېواد یې په رسمي توګه بیت المقدس د اسرائیلو مرکز په توګه پېژني، خو اوس به خپل سفارت ور ونه لېږدوي. نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال د سفارت د ودانۍ جوړولو لپاره د ځای ارزولو چارې روانې دي او په دغه ځای کې به یو دفاعي اوسوداګریز دفتر هم پرانېزي.