د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني ویلي، هېواد يې له کویټ او د خلیج له نورو هېوادونو تمه لري چې په سیمه کې روان بحران پای ته ورسوي او د خلیج د همکارۍ شورا له سره تنظیم کړي.
نوموړي ویلي، د کویټ امیر د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ساتلو کې ښه رول لوبولی او قطر پر کویټ او د سیمې پر نورو هېوادونو باور لري چې د خلیج د همکارۍ د شورا غړي هېوادونه بیا له یو بل سره نږدې کړي.
الثاني ویلي، د نړی د حالاتو پر وړاندې یو موټی خلیج غوره دی، نه دا چې د دې سیمې هېوادونه په یوازې سر عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې نهه میاشتې وړاندې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر له قطر سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې او دغه هېواد يې د اخوان المسلمین په ګډون له سخت دریځو ډلو په ملاتړ تورن کړ، خو په دې وروستیو کې په سیمه کې له رامنځته شویو تحولاتو داسې ښکاري چې سعودي عربستان او د خلیج نور عربي هېوادونه غواړي چې له قطر سره بېرته نږدې شي.
سعودي عربستان تېره اونۍ د قطر امیر ته د خلیج د همکارۍ د شورا په سرمشریزه کې چې په ریاض کې وه، د ګډون بلنه ورکړه.
که څه هم د قطر امیر په دې سرمشریزه کې برخه وانه خيسته، خو د بهرنیو چارو وزیر يې دې غونډې ته واستاوه.
قطر دا مهال په نړیوالو بازارونو کې لوی پانګوال دی او یوازې په برېټانیا کې یې پنځه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.
دغه راز متحده ایالتونه په قطر کې ستره پوځي اډه لري چې شاوخوا لس زره پوځیان پکې مېشت دي.