ترکیې د سوریې د فرات سیند په ختیځ کې د کردانو پرضد پوځي عملیات پیل کړي.
د دغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، دغه پوځي عملیات به تر هغې دوام وکړي چې د نوموړي په وینا، څو ټول ترهګر له منځه نه وي تللي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې امریکا د دغو پوځي عملیاتو په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو د ترکیې ولسمشر وايي، په دې اړه یې له خپل امریکايي سیال سره خبرې کړې دي.
اردوغان په دې اړه وویل: «تېره اونۍ ما رسماً اعلان وکړ چې د فرات سیند په ختیځ کې پوځي عملیات پیلوو. ایا موږ دا عملیات پیل نه کړل؟ بلې موږ پیل کړل او اوس موږ هغه تعقیبوو. موږ له ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړې. هغه موږ ته مثبت ځواب راکړ. اوس موږ دا کار تر هغې تعقیبوو چې په سیمه کې وروستی ترهګر له منځه یوسو.»
اردوغان زیاته کړه: «زموږ د پولې په ۵۰۰ کیلومترۍ کې په ځانګړې توګه د لارې په مسیر کې هېڅ امریکايي سرتېري ته زیان نه رسوو. موږ د سوریې په خاوره کې خپل پوځي عملیات هر وخت او په هر ځای کې چې پروګرام یې لرو، پیلولای شو. زموږ ځواکمن پوځ چمتو دی. لکه څرنګه چې مو ویلي، موږ به یوه شپه ناڅاپه راشو.»
ترکي چارواکي وايي، دمګړۍ له سوریې ترهګر دغه هېواد ته لېږدول کېږي او دا د ترکیې لپاره جدي ګواښ دی.