د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ناندریز خیریه بنسټ د هغو تورونو له امله تړل کېږي چې نوموړي او نورو يې بسپنه یا چنده په ناقانونه ډول کارولې ده. دغه اقدام د نیویارک ایالت لويې څارنوالې ترسره کړی دی او وايي، چې د دې ټولنې د پاتې پیسو وېشل به هم وڅاري. لویې څارنوالې، ټرمپ او د هغه درې مشران اولادونه تورن کړل چې دغه اداره یې د شخصي او سياسي ګټو لپاره کارولې ده. د نیویارک لویې څارنوالې د روان کال جولای کې د ټرمپ خیریه ټولنه په پرلپسې ناقانونه چارو تورنه او د هغې د ړنګولو غوښتنه یې وکړه. هغه په دې برخه کې د ټرمپ له کورنۍ ۱،۸ میلیونه ډالر جرمانه هم غواړي. د نیویارک لویه څارنوالي دا هم غواړي چې د امریکا ولسمشر باید لس کاله نیویارک کې د خیریه بنسټونو مدیریت ونه کړي او یو کال لپاره یې کورنۍ هم له دا ډول مدیریت نه شي کولی. د دغه بنسټ مدافع وکيل بيا پر څارنوالې تور لګولی چې غواړي دا قضيه سياسي کړي.