د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، وايي په سوریه کې داعش ماتې خوړلې ده نو امریکا ته په کار ده، چې خپل سرتېري له دغه هېواد وباسي. امریکايي چارواکي هم وايي چې د ټرمپ تر حکم وروسته له سوریې امریکايي پوځيان وباسي. امریکا په سوریه کې شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان لري چې د داعش په ضد جګړه کې یې برخه اخیسته. رویټرز خبري آژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې بېرته هیواد ته ستانه شي او د امریکايي سرتېرو بېرته ستنیدل به په راتلونکو ۶۰ نه تر ۱۰۰ ورځو کې بشپړ شي. تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزیر، جیم متیس او نورو لوړپوړو چارواکو په سوریه کې د امریکایي ځواکونو پر حضور ټينګار کړی و. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور بیا غیر قانوني بللی و او ویلي و چې دا مسئله په سوریه کې د سولې پر وړاندې خنډ ګرځي.