جیمز متیس ویلي، چې د خپل هېواد او متحدینو د پیاوړتیا هیله لري، خو ددې وخت دی چې له خپلې دندې لاس په سر شي. بل پلو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا په یوه متن کې لیکلي دي، چې متیس ورسره په بېلو برخو کې د پام وړ کارونه کړي دي، خو اوس ددې وخت دی چې تقاعد شي. د ټرمپ په خبره د فبرورۍ په وروستیو کې به جیمز متیس تقاعد کېږي خو د هغه د ځایناستي په اړه به پرېکړه کوي. جیمز متیس د امریکايي پوځ پیاوړی جنرال و، چې تر ډېره د جنګي فکر د لرلو له امله په لیوني سپي مشهور و. هغه په افغانستان، عراق او ځینو نورو هېوادونو کې د امریکا نظامي ماموریتونه مخ ته وړي دي.