امریکا وایي چې اوکراین سره به د ۱۰ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت اضافي پوځي مرسته وکړي. د دې مرستې موخه دا ده څو اوکراین وکړای شي خپل سمندري ځواک پیاوړی کړي. د واشنګټن د دې پوځي مرستې اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وکړ. دا په داسې حال کې ده چې برېټانیا هم پلان لري، څو د اوکراین له سمندري ځواکونو سره مرسته وکړي. امریکا دا پوځي مرسته وروسته له هغه کوي چې تېره میاشت روسیې د کییف درې کښتۍ ونیولې. مسکو ادعا کړې چې دغه کښتۍ کریمیا ته نږدې په غیر قانوني ډول د روسیې د قلمرو اوبو ته داخلې شوې وې. د یادونې ده چې روسیې کریمیا سیمه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له اوکراینه جلا او په خپله خاوره پورې یې الحاق کړه.