د داعش ضد جګړې په برخه کې تر ټولو جګپوړي امریکايي چارواکي استعفا وکړه. بریت مکګورک د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغې پرېکړې له کبله استعفا کړې چې وايي، له سوریې امریکايي ځواکونه باسي. مکګورک د اوباما د واکمنۍ پر مهال دداعش ضد جګړې د مخ ته بېولو په برخه کې د امریکا له مهمو چارواکو ګڼل کېده. د ولسمشر ټرمپ له پرېکړې مخکې نوموړي ټینګار کاوه چې باید امریکا د داعش خلاف سوریه کې فعالیت وکړي. مکګورک د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس له ناڅاپي استعفا وروسته دنده پرېږدي. هغه په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو له پرېکړې سره هم مخالفت کړی دی. د مکګوریک په وینا له سوریې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به داسې شرایط برابر شي، چې داعش ډله بېرته راپورته شي.