د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوموړي تېره اونۍ پرېکړه وکړه، چې له سوریې به خپل ټول ځواکونه وباسي. ده ویلي وو، چې په سوریه کې داعش ډله ماته شوې ده نو اړتیا نشته چې امریکايي ځواکونه هلته حضور ولري. ټرمپ نن بیا په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې دده پرېکړه قانوني ده. د ټرمپ په وینا د امریکا ځواکونه یوازې د ۳ میاشتو لپاره سوریې ته تللي وو، خو هلته یې پوره ۷ کاله تېر کړل. هغه ویلي نو اوس یې پرېکړه کړې چې خپل ځواکونه له دغه هېواد وباسي. ټرمپ زیاته کړې چې په سیمه کې دداعش پاتې کسان، د سیمې د هېوادونو له لوري ختمېدلی شي نو د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا نه لیدل کېږي.