د پاکستان د فساد ضد محکمې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر نوازشریف د خپلو عوایدو د سرچینو د پټ ساتلو په خاطر په اووه کاله بند محکوم کړ.
په اسلام اباد کې یادې محکمې پرون دغه حکم د هغه پر ضد د فساد د تورونو په دوو مواردو کې اعلان کړ. محکمې دغه راز نوموړي ته له دویم توره برئت ورکړ.
خو نواز شریف بیا پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې کوم غلط کار یې نه دی کړی.
تر دې مخکې په جولای میاشت کې نوموړی په لندن کې د عصري اپارتمانونو د پېرلو له کبله په لس کاله بند محکوم شوی و.
هغه د دغه حکم په اړه د استېناف غوښتنه کړې وه او په سپټمبر کې له بنده په ضمانت خوشې شوی و.
نوازشریف تېر کال د خپلې صدراعظمۍ په درېیمه دوره کې وروسته له هغې له دندې لرې شو، کله چې د پاکستان سترې محکمې هغه د دغه مقام لپاره مناسب ونه باله.