د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې په ۲۰۱۹ کال کې ترکیې ته ورشي. سپینه ماڼۍ وایي چې ترکیې ته د ټرمپ د سفر پلان نه دی جوړ شوی، خو ټرمپ دا منلې چې له ترکي چارواکو سره به د خبرو لپاره ترکیې ته سفر کوي. ټرمپ داسې مهال ترکیې ته سفر کوي چې د ګولن د سپارلو پر سر د واشنګټن او انقرې ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. بلخوا په ترکیه کې د ژورنالېست خاشقجي د قتل مسئله هم بله هغه موضوع ده چې د امریکا او ترکیې تر منځ ورباندې بحثونه پورته شوي.