ترکیه وايي، ډېر ژر به د فرات سیند ختیځې غاړې ته چې د سوريې په شمال کې ده، ځان ورسوي.
د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، کله چې يې هېواد وايي چې سوريې ته ځواکونه استوي، نو بیا دا کار کوي.
تر دې یوه ورځ مخکې ترکيې ویلي وو چې له سوريې سره پر پوله خپل ځواکونه زیاتوي.
د ترکيې ولسمشر په دې ورستیو کې ګواښ کړی دی چې د سوريې په شمال کې به د کرد وسله والو پر ضد چې انقره يې تروریستان ګڼي، پراخ پوځي عملیات وکړي.
خو ترکیې وروسته له هغې د عملیاتو پلان وځنډاوه چې امریکا له سوريې د خپلو سرتېرو ایستل اعلان کړل.
ترکیه وروسته له هغې دغه خبرداری ورکوي چې په دې وروستیو کې د متحده ایالتونو ولسمشر وویل چې په سوریه کې داعش ماتې خوړلې او امریکایي ځواکونه دې له دغه هېواده بېرته امریکا ته راستون شي.
دغه راز ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر ټوېټر ولیکل چې په سوریه کې د داعش د وسله والې ډلې د له منځه وړلو ماموریت به له دې وروسته ترکیه پر غاړه واخلي.