د سوريې د پوځ یوه چارواکي د سوريې دولتي رسنیو ته ویلي بريد په یوه وسله کوټ شوی چې درې سرتېري یې ټپیان کړي دي. سوريې ویلي د اسراییلو د دې برید ډېری توغندي يې شنډ کړي هم دي. اسراییلو لا دغه برید نه دی تایید کړی، خو وايي د سوريې د توغندي شنډولو لپاره یې خپل هوايي دفاعي سیستم فعال کړی و. اسرائیلو دا بريد داسې مهال کړی چې تېره اونۍ امريکا له سوريې د خپلو ځواکونو وتل اعلان کړل. اسراییلو بیا بیا په سوريه کې د حزب الله او ایرانيانو اهداف په نښه کړي، هغه څه چې دوی يې خپل امنیت ته ګواښ ګڼي. اسرایيل لا د مخه د ورته بریدونو په کولو اعتراف کړی.