د رسنیو د راپورونو له مخې د عراق ګڼو سیاسي څېرو عراق ته د ټرمپ ناڅاپي سفر د عراق پر حریم تېری بللی دی او دغه سفر یې غندلی. د عراق لومړي وزیر عدیل عبدل مهدي بیا ویلي چې ده ته د ټرمپ د سفر په اړه خبر ورکړل شوی و، د دواړو لورو د لیدنې مسئله هم مشخصه شوې وه، خو د ځای پر سر د اختلاف له امله یې له ټرمپ سره لیدنه لغوه کړې ده. د عراق د پارلمان غړي، شاه السعدي بیا د ټرمپ سفر د عراق پر حریم تېری بللی دی. نوموړي پر پارلمان غږ کړی دی چې ددې مسئلې په اړه بېړنۍ غونډه را وبولي. هغه ویلي امریکا اوس پر عراق هېڅ ډول قبضه نه لري، نو له ورته بې خبره سفرونو او بې اجازې ملاقاتونو دې ډډه وکړي.