د رسنیو د راپورونو له مخې نن سهار په مرکز بغداد کې د امریکا پر سفارت راکیټي برید شوی خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه معلومات نشته دي. په بغداد کې د امریکا سفارت تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې وي خو پر یاد سفارت دغه ډول بریدونه بې مخینې ګڼل کېږي. د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د سفارت زنګ له راکیټي سره هممهاله فعال شو او وروسته د برید غږ تر لرې ځایونو اورېدل شوی دی. پر یاد سفارت داسې مهال برید کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه نا اعلان شوي سفر عراق ته تللی دی. هغه هلته له خپلو ځواکونو سره کتلي دي او ددوی فعالیتونه یې ستایلي دي.