د پاکستان حکومت د دې هېواد پر پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د سفر بندیز لګولی. پر ده د پیسو سپینولو او په ناقانونه توګه له هېواد بهر د پیسو لېږلو تور دی. د دې بندیز د لګېدو پرېکړه د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان د کابینې په غونډه کې وشوه چې مشري یې لومړي وزیر عمران خان کوله. په همدې قضیه کې د نوموړي پر خور فریال تالپور او ۱۷۰ نورو کسانو هم د سفر بندیز لګول شوی دی. د پاکستان د پلټنو فدرالي ادره وایي، د دې کسانو له بانکي حسابونو ملیاردونو پاکستانۍ روپۍ بهرنیو هېوادونو ته استول شوې دي. د دې بندیز په غبرګون کې د پخواني ولسمشر زرداري ویاند عامر فدا پراچه ویلي، دا ګام هسې یوه ډرامه ده او زرداری له جولای میاشتې راهیسې په پاکستان کې دی. مخالف ګوندونه پر لومړي وزیر عمران خان تور لګوي چې د احتساب په پلمه خپل مخالفین ځپي.