د پاکستان د ملي هوايي کرښې ‘پي ای اې’ شرکت ۵۰ کارکوونکي له دندو شړلي. سترې محکمې ویلي، په دوی کې داسې پیلوټان هم شته چې ان په ګاډي چلولو هم نه پوهېږي. د پاکستان نړیوال هوايي شرکت اعلان کړی چې د جعلي تعلیمي اسنادو له کبله یې د درېیو پیلوټانو په ګډون پنځوس کارکوونکي له دندو شړلي دي. دغه حکومتي شرکت ویلي، دا پرېکړه یې د هېواد د سترې محکمې په غوښتنه کړی دی. یوې پاکستانۍ ورځپاڼې د سترې محکمې د یوه قاضي له خولې ویلي، چې ځینې پیلوټان ان د موټر په چلولو هم نه پوهېدل، خو پیلوټي یې کوله او مسافر یې له خطر سره مخامخول. پاکستانیو رسنیو بیا ویلي، دغه شرکت هره میاشت له څه باندې ۵۰ میلیون ډالرو زیان سره مخامخ دی. ډېر وخت ددغه شرکت د الوتکو د لوېدو له کبله خلکو ته د سر او مال زیانونه هم اوړي.