د رسنیو د راپورونو له مخې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون ټرمپ ته لیک استولی او په لیک کې پر دې خبرې شوې چې راتلونکی میلادي کال باید د شمالي کوریا د اټومي پروګرام خبرې ادامه پيدا کړي. ویل کېږي چې کیم جونګ اون دغه لیک په جنوبي کوریا کې خپل کوریایي سیال ته لېږلی دی او هغه بیا ټرمپ ته استولی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او همدا راز په جنوبي کوریا کې د امریکا سفارت ددغه لیک په اړه معلومات نه دي ورکړي. له څه مودې راهیسې د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات په ټپه ولاړ دي او کیم جونګ اون په خپل نوي لیک کې له ټرمپ غوښتي چې دغه مذاکرات باید په نوي میلادي کال کې ادامه پيدا کړي.



































