د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل دفتر رييس جان کېلي، چې په پام کې ده ډېر ژر خپله دنده پرېږدي، څو ځلې خپلو مرستيالانو ته ويلي، چې ټرمپ د ولسمشرۍ وړ نه دی. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټرمپ د دفتر ریيس هغه يو ناپوه انسان ګڼي. د کېلي په وينا، څو ځلې يې خپله ټرمپ ته هم ويلي، چې د ده دنده د نړۍ تر ټولو سخته دنده ده او دا د هر چا د وسې کار نه دی. نوموړي په وروستيو کې له لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې د امريكا ولسمشر پر سياست په ځانګړي ډول له مکسيکو سره د دېوال پر جوړولو نيوکې کړې دي.