د روسيې محلي رسنۍ وايي، په يوه دنګه ودانۍ کې د ګازو د يوې مشکوکې چاودنې له کبله لږ تر لږه ٣ کسان مړه شوي دي .ويل شوي د روسيې په ماګني توګورسک ښار کې د چاودنې په نتيجه کې د ودانۍ يوه برخه نړېدلې ده.د روسيې خبري اژانسونه وايي، د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت نن سهار وختي ويلي دي چې په دې ودانۍ کې چې ١١٠ کسان پهکې ژوند کوي، شااوخوا ٤٨ اپارتمانونه زيانمن شوي دي. دغه وزارت وايي، د دې ودانۍ د يوې برخې د نړېدو علت د طبيعي ګازو چاودنه وه.