ګرانو افغانانو، يو کال کېږي چې زه افغانستان ته راغلی يم. زه له زړه احساسوم چې دا يو په زړه پورې او ښه ځای دی. خلک يې ډېر مېړني، صادق او رښتیني دي. د افغانستان د بېلابېلو برخو وتلي او ښه شخصيتونه له چين سره د زړه له کومې دوستي او مينه لري. د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د لاسته راوړنو لوړه ستاينه کوي او هيله لري چې چين د يو لوی هېواد په توګه د افغانستان په بیارغونه کې مهم رول ولوبوي. دغه څه پر ما باندې تاثير کړی او زما لا هڅونه کوي. دا هم د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو د پرمختګ خوځنده ځواک دی.
۲۰۱۹ میلادي کال د افغانستان د خپلواکۍ له سلمې کلیزې او هم د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کليزې سره برابر دی. د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ او ملي ازادۍ د يادونې په وخت کې، زه د زړه له کومې هيله لرم چې په افغانستان کې ژر سوله او ثبات رامنځته شي، د افغانستان د ملي جوړجاړي بهير بريالی شي او هغه مهم سياسي جريان په ثابته توګه روان او تر سره شي، کوم چې د افغانستان خلک غواړي او په هغه کې یې برخه خپل حق دی. د چين او افغانستان د خلکو زړونه تل سره تړلي او يو له بل سره مرسته کوي. چين د افغانانو تر لارښوونې او مالکيت لاندې د سياسي روغې جوړې او پخلاينې له جامع جريان څخه ټينګ ملاتړ کوي او په مداومه توګه به د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره رغنده رول ولوبوي.
نوی کال مو مبارک شه، نېکمرغه اوسئ،
تل دې وي د چين او افغانستان ترمنځ دوستي!