له عراق روسیې ته هغه ۳۰ ماشومان رسول شوي، چې پر پلرونو یې د ترهګریزو اعمالو او له ‘اسلامي دولت’ نومې ډلې سره د یوځای کېدو تور و او بندیان شوي وو. د روسیې د روغتیا وزارت ویلي، دا ټول ماشومان په ښه وضعیت کې دي، خو نورې هر اړخیزې ازموینې به یې هم وشي. مسکو هیله لري چې تر دوو زرو ډېر ماشومان او ښځې روسیې ته واستوي. ددغو ماشومانو عمرونه د درېیو او لسو کلونو ترمنځ ښودل شوي. زرګونه روسان له اسلامي دولت سره په هغو سیمو کې یوځای شوي چې دوی پکې د خلافت اعلان کړی و. له تېر کال راهیسې، شاوخوا سل ښځې او ماشومان چې ډېری یې د قفقاز مسلمان مېشتو سیمو دي روسیې ته د یوه پروګرام له مخې ستانه شوي.