د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون امریکا ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن هغه ژمنه چې د نړیوالو پر وړاندې یې کړې عملي نه کړي او پر دې هېواد د بندیزونو پر لګولو ټینګار وکړي، نو شمالي کوریا به له امریکا سره په اړیکو کې نوی لوری ولټوي. کېم دا خبره د نوي میلادي کال د پیل په مناسبت په خپاره کړي بیان کې کړې ده. نوموړي تېر کال په سنګاپور کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خپله لیدنه ستایلې او ویلي یې دي، په دې لیدنه کې ګټورې خبرې وشوې او رغوونکي نظریات تبادله شول. نوموړي زیاته کړې، چمتو دی چې هر وخت د امریکا له ولسمشر سره بله لیدنه وکړي، خو له امریکا یې غوښتې چې له جنوبي کوریا سره د خپلو شریکو پوځي تمریناتو ځنډ وغځوي.