د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي پاکستان لا هم د ترهګرو ملاتړ کوي او د ترهګرو ډلو د ملاتړ له امله په ټوله سیمه او نړۍ کې منزوي شوی دی. دده به خبره پاکستان نه شي کولی د ترهګرو د ملاتړ په پالیسۍ پرمختګ وکړي او په سیمه کې خپلې موخې تر لاسه کړي. مودي ویلي هند غواړي په سیمه کې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري خو پاکستان که غواړي چې له هند سره یې اړیکې سیمې شي نو باید تر هر څه وړاندې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي. دده په وینا د پاکستان له خاورې ګاونډیو هېوادونو او هند ته ترهګر اوړي او هلته ورانکاري فعالیتونه کوي نو په داسې یوه حالت کې د هند او پاکستان ترمنځ مذاکرات ناممکن دي.