امریکا ایران ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړ چې فضا ته د درېيو راکټونو له توغولو ډډه وکړي. امریکا باور لري چې د ایران رژیم له بالستیکي یا لرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه په کار اخېستو د امنیت شورا د پرېکړه لیک سرغړونه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ایران ویلي چې په راتلونکو څو میاشتو کې درې راکټونه فضا ته استوي چې د ده په وینا په دې کې له قاره ویشتونکو بالسټیکي توغندیو کار اخېستل کېږي. ایراني رسنیو څه باندې یوه میاشت وړاندې د ایران د مرستیال دفاع وزیر جنرال قاسم تقي زاده له قوله ویلي وو، چې ایران غواړي په نژدې راتلونکې کې درې سپوږمکۍ فضا ته وتوغوي. تقي زاده ویلي، د ایران له لوري دا جوړې شوې سپوږمکۍ په بېلابېلو مدارونو کې ځای پر ځای کېږي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دې ډول راکټونو توغول د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ نمبر پرېکړه لیک سرغړونه ده.