په پام کې ده چې امريکا او چيني چارواکي راتلونکې دوشنبه او سې شنبه په خپلو کې خبرې وکړي. دواړه لوري هڅه کوي په سوداګریزه برخه کې هغه ستونزې را کمې کړي چې په نړيواله کچه يې بازارونه اغېزمن کړي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت ويلي، له امريکا به يوه ډله چې مشري به يې د سوداګرۍ لپاره د امريکا د حکومت مرستيال استازى جېفري ګيريش کوي، د هغې مهمې اجماع پر عملي کولو بحث وکړي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چين ولسمشر شي جين پينګ ورباندې تېر کال هوکړه کړې وه. د چين د سوداګرۍ وزارت وايي، دواړو لورو په یوه ټیليفوني مکالمه کې د دغو خبرو د نېټې تاييد کړی دی.