امریکا اعلان کړی دی چې ترکیې په سوریه کې له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره له امریکا د نظامي مرستو غوښتنه کړې ده. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د ترکي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا دې له یاد هېواد سره نظامي مرسته وکړي څو دوی وکولی شي په سوریه کې له داعش ډلې سره د مبارزې مسوولیت پر خپله غاړه واخلي. ورځپاڼې دغه راز ویلي چې که امریکا د ترکیې هوایي او لوجستیکي مرستې ته غاړه کېږدي نو دوی هم چمتو دي په سوریه کې له دې ډلې سره د مبارزې مسوولیت پر غاړه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ په دې وروستیو کې وویل، امریکا به د کرد جنګیالیو هوایي ملاتړ وکړي او دا ډله کولی شي په یوازي ځان له داعش سره کارنده مبارزه وکړي. هغه دغه راز د خپلو ځواکونو د ایستلو پر مهال زیاته کړې وه چې داعش ډله ماته شوې او د دې ډلې له پاتې شونو سره د مقابلې مسوولیت ښایي ترکیې ته وسپاري.