د لوی افغانستان تحریک غړو د استرالیا په سیډني کې د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان د سیاستونو پر ضد لاریون کړی دی. د یاد تحریک لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا تحریک د کرښې هغې غاړې ته د پښتنو پر وړاندې د پاکستانۍ ادارې کړي او روان ظلمونه غندي او له ټولو افغانانو نه غوښتنه کوي چې د دې ادارې د ظلمونو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي. د یاد تحریک یو تن غړي سیار دهسبزي په سډني کې لاریون ته د وینا پر مهال وویل چې له دې اعتراض نه یې موخه دا ده څو ټولې نړۍ ته وښیي چې پاکستان له پښتنو سره ظلمونه کړي او کوي یې. هغه وویل پاکستان په محکومه خاوره کې د پښتنو پر وړاندې پر هیڅ راز ظلمونو صرفه نه ده کړې او دا هېواد لا هم په دې هڅه کې ده چې د کرښې دواړو غاړو ته پراته وروڼه قومونه د تېر په څېر د خپلو موخو قرباني کړي. یاد تحریک د پاکستان حکومت یوه شریره اداره بللې او زیاته کړې یې ده چې لوی افغانستان تحریک د پاکستانۍ ادارې غیر انساني او د نړیوالو قوانینو خلاف پالیسۍ غندي او له پښتون ژغورنې غورځنګه کلک ملاتړ کوي.