تر جیمز متیس وروسته د پنټاګون یوه بل لوړپوړي چارواکی هم استعفا ورکړې ده. د راپورونو له مخې د پنټاګونو د کارکوونکو رییس کېون سویني د متیس تر استعفا وروسته خپله دنده پرې اېښې ده. هغه په خپله استعفا کې دا نه دي ویلي چې ولې یې دغه دنده پرې اېښې ده خو وایي ویاړي چې په پوره زیار او قوت یې خپله دنده سر ته رسولې ده. وروسته له دې چې ټرمپ له سوریې د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ، دا د پنټاګون درېیم لوپوړی چارواکی دی چې خپله دنده پرېږدي. تر دې وړاندې د پنټاګون مشر جیمز متیس خپله دنده پرې اېښې وه. هغه ویلي ټرمپ دې ځان ته داسې وزیر وټاکي چې له ده سره یې نظر او فکر یو شان وي.