په بلخ کې له نږدې دوو اونيو راهيسې د مارمل پوځي اډې د کارکوونکو اعتراضونه روان دي.
په اعتراض کوونکو کې د مارمل پوځي اډې پخواني ژباړونکي، امنیتي ساتونکي او عادي مامورین شامل دي.
هغوی وايي، د جرمني پوځ خپله هغه ژمنه ماته کړې چې دوی ته به په جرمني کې د اوسېدو امکانات برابروي. یو شمېر اعتراض کوونکي ادعا کوي چې تهدید ورته شوی دی. هغوي وايي، په مارمل پوځي اډه کې د جرمني پوځیانو مشرانو ته یې د دې اسناد هم سپارلي چې د وسله والو طالبانو له لوري ګواښونه ورته کېږي او دوی باید جرمني ته بوتلل شي، خو هېڅ ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.
د اعتراض مشري ۲۹ کلن جاوېد سلطاني کوي. سلطاني ويلي چې تقریباً لس کاله یې له جرمني ځواکونو سره ترجماني وکړه، خو د ناڅرګندو دلایلو پر اساس، له دندې لرې شو.
نوموړی وايي: «هغوی زموږ د امنیت ټینګولو مسوولیت درلود او په ۲۰۱۴ کال کې یې دا پروسه پیل کړه چې زموږ تقریباً ۹۰ فیصده همکاران یې له دې بې امنیتۍ وایستل خو موږ چې د کارکوونکو یوه کوچنۍ برخه یو، دلته پاتې یو او هغوی له کړو ژمنو شاته شول».
سلطاني ادعا کوي چې په بلخ کې له جرمني ځواکونو سره د همکارۍ له امله یې په افغانستان کې ژوند له ګواښ سره مخامخ دی.
په مارمل کمپ کې د جرمني ځواکونو مشرانو د دغه اعتراضونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.
د جرمني د خبري اژانس په حواله، مارمل پوځي اډه په یوه بهرني هېواد کې د جرمني د پوځ تر ټولو ستر مرکز دی.
ناټو وايي چې اوسمهال ۱۳۰۰ جرمني سرتېري په افغانستان کې مېشت دي.
جرمني ځواکونه د ناټو تر قوماندې لاندې په افغانستان کې امنیتي ځواکونه روزي او په پوځي عملیاتو کې مشوره ورکوي.