روسيه او ايران په کسپين سمندرګي کې ګډ پوځي تمرينات پیلوي.
د ايران د سمندري ځواکونو يوه چارواکي ويلي چې په پام کې لري له روسيې سره په کسپین سمندرګي کې ډېر ژر ګډ پوځي تمرينات پیل کړي.
د ایران مهر خبري اژانس د دغه هېواد د سمندري ځواکونو د مشر حسين خانزادي په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي: «دا د دواړو هېوادونو تکتيکي، د ژغورنې او د سمندري غلو پرضد جنګي تمرينات دي».
ايران او روسيې په ٢٠١٥ او ٢٠١٧ ز کلونو کې هم په کسپين سمندرګي کې دې ته ورته پوځي تمرینات ترسره کړي وو.
خانزادي ويلي، د کسپين سمندرګي په شاوخوا کې پراته هېوادونه په سيمه کې د هر هغه هېواد د پوځي حضور مخالفت کوي چې له دغه سمندرګي سره ساحل نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ایران سمندري ځواکونو اعلان کړی و چې ډېر ژر به په اتلانتیک سمندر کې پنځه جنګي بېړۍ ځای پرځای کړي.
د ایران له دغه اعلان وروسته داسې ګنګوسې خپرې شوې چې دا د امريکا متحده ايالتونو پر وړاندې د ځواک ښودلو په موخه په سيمه کې د ايران د حضور هڅه ګڼل کېږي.
د فارس خبري اژانس په حواله، د دغو جنګي بېړیو د ماموريت د پيل لپاره ټول ترتيبات نيول شوي دي.
د ايران د سمندري ځواکونو مشر تورج حسني مقدم ايرنا خبري اژانس ته ويلي، د جنګي بېړیو دغه ماموريت به په راتلونکي لمريز کال کې پيل شي.
د سهند په نوم څلورماشينه جنګي بېړۍ به هغه رهبري شوى ميزايل لېږدوي، چې تېره مياشت يې د جوړولو اعلان وشو.
فارس خبري اژانس ويلي، دغه جنګي بېړۍ به د لاتيني امريکا په هېواد وينزويلا کې چې ايران ورسره دوستانه اړيکې لري، تم شي.
د ايران په دغو جنګي بېړيو کې تر ټولو غټې دوې پرمختللې هغه هم شاملې دي چې دواړې د څرخي الوتکو د لېږدولو وړتيا لري.