د راپورونو له مخې د پښتونخوا د لنډي کوتل په شلمن سیمه کې تېره شپه نامعلومو وسله والو پر پاکستاني ملیشو خونړي بریدونه کړي دي. دغه وسله وال پر لایزري وسلو سمبال وو او د پاکستاني ملیشو څو پوځي چوڼۍ یې هم سوځولې دي. په بریدونو کې پاکستاني ملیشو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې نه ده په ګوته شوې. برید تېره شپه ناوخته شوی دی نو له همدې امله پاکستاني عسکرو خپل مړي او ټپيان په شپه کې له سیمې وړي دي. تر اوسه د بریدګرو هویت نه دی څرګند شوی خو پاکستاني حکومت ویلي چې په اړه یې پلټنې کوي.