د جرمني په کولن ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د ډېورنډ کرښې له دواړو لوریو نه کډه شویو سلګونو پښتنو د یاد غورځنګ په ملاتړ لاریون کړی دی او له نړیوالو یې غوښتنه کړې چې د دې غورځنګ ملاتړ وکړي او پر پاکستاني حکومت فشار راوړي څو د دې غورځنګ پر غړو او د کرښې هغې غاړې ته پر پرتو پښتنو ظلمونه او فشارونه بند کړي. دوی دغه راز د پښتون وژنې خلاف او د پنجاب د حکومت پر ضد هم شعارونه ورکړي او ترې غوښتي یې دي چې په دې خاوره کې دې له پښتنو سره روانو بې عدالتیو ته د پای ټکی کېږدي. هغوی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین عکسونه یې لېږدول وویل، پښتین د کرښې هغې غاړې ته د پرتو پښتنو نه بلکې د ټولو پښتنو مشر دی او هیڅ ځواک یې د پښتون ژغورنې له هڅو نه شي راګرځولی. دوی دغه راز پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی چې د ددوی غږ دې واوري او پر پاکستان دې فشار راوړي څو د پښتنو له بې موجبه وژنو او ځورونو لاس پر سر شي.