د سولې روانې هڅې د ذیدخلو لورو له خوا له بندښت سره مخ کېږي. طالبانو ته ورکړل شوی ماموریت ورځ تر بلې پېچلی کېږي. طالبان کوښښ کوي چې په ورکړل شوي ماموریت کې له امریکا سره ډغرې ووهي او خپل ځان د یو قوي قدرت په توګه تعریف کړي چې بالاخره له امریکا سره یې خبرې په ټپه درېدلې دي. له بل لوري امریکا په افغانستان کې د خپل نظامي حضور په لټه کې ده چې د طالبانو په شتون کې څنګه کولای شي، څو په افغانستان کې محدود شمېر عسکر وساتلی شي.
دا باید ومنو چې طالبان اوس له یوې جګړه ییزې کتلې څخه د سیاسي کتلې پر لور حرکت کوي، خو د نړیوالو حقوقو له اړخه وار له مخه د دولتي تعاملاتو تحقق پر طالبانو نه شي اطلاق کېدای. معنا دا چې اوس یوازې د جګړې ختمول او له نظامي بعد څخه سیاسي بعد ته د طالبانو د کتلې انتقالول مهم دي. دولتي تعاملات د امریکا او له نورو هېوادونو سره د افغانستان ګډ نظام تر چتر لاندې صورت نیولی شي چې طالبان باید د نظام برخه وګرځي او ترسره یې کړي. له بل لوري طالبان په مذاکراتو کې د خپل امتیاز بېلانس د جګړې پر شدت حسابوي، طالبان فکر کوي چې که هر څومره جګړه قوي شي، دوی ډېر امتیاز ترلاسه کولای شي، په داسې حال کې چې د سولې او جګړې له منظره د طالبانو د جګړو شدت خپله د سولې نقض او خنډ دی.
اوسمهال د سولې روانه سیمه مانوره او ماموریت یو حد ته رسېدلی چې باید منسجم او منظم شي. د سیمې هېوادونه په ښکاره له امریکا سره د دښمنۍ او قدرت تظاهر ته غاړه نه ږدي. روسیه د مرکزي اسیا د امنیت ټینګښت او بالاخره د روسيې ملي امنیت ته د افغان خاورې ګواښ او تهدیدونه محور کول غواړي. چین په اوږدمهال کې د اقتصادي پرمختګ په فکر کې دی او د افغانستان په جګړه کې خپلې ګټې لکه د سیپېک، لاجوردو لار، یو کمربند یوه لار، ورېښمو لار او نورو هغو ډېرو اقتصادي پروژو ته سترګې په لار دی چې باید په سیمه کې د چین تر مشرۍ لاندې پلې شي.
د افغانستان د سولې مسئله بې له شکه د چین لپاره د اقتصادي او حیاتي مسئلې معنا لري. د سیمې دوه مهم هېوادونه ایران او پاکستان مختلفې او متضادې غوښتنې لري چې د افغان سولې په چوکاټ کې یې غواړي. دلته باید په زغرده د پاکستان او ایران له اهدافو سره له ملي زاویې بحث وشي. که د سولې په چوکاټ کې افغان دولت د پاکستان او ایران له اغېزې نه خلاصېږي، بیا هم د دایمي سولې تعریفول ستونزمن برېښي. که طالبان د پاکستان په اشاره او غوښتنه له امریکایانو او روسانو سره ګډ تفاهم ته رسېږي، څو د افغانستان نظام د(Pro Pakistan State) یا د پاکستان حمایوي دولت بڼې ته واړوي، باید پوه شو چې په اوږدمهال کې به د پاکستان د ګټو لپاره استعمالېږو او دایمي سولې ته رسېدنه خورا ستونزمنه ښکاري. د افغانستان په مسئله کې پاکستان پر اټومي قدرت او د سیمې پر یو نظامي لوبغاړي بدل شوی دی.
پاکستان د شوروي اتحاد له یرغله نیولې تر اوسه د افغانستان مسئلې ته د خپلو اقتصادي ګټو له نظره ګوري. په افغان ـ شوروي جګړه کې پاکستان نه یوازې د غربي هېوادونو، بلکې د مسلمانو او کمونیستي هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړ. له جګړې وروسته یې د مجاهدینو مکمل کنټرول په لاس کې واخیست او د کورنۍ جګړې تېل یې په افغانستان کې وپاشل. نصیرالله بابر مجاهدین د افغانستان له دولت سره چې د ډاکتر نجیبالله تر مشرۍ لاندې فعال و، له هر راز مذاکراتو او خبرو څخه منعه کول. د ملي پخلاینې پروسه د ډاکتر نجیب له خوا مجاهدینو ته وړاندې شوه، خو مجاهدینو هر راز مصالحه او بین الافغاني مفاهېمه ردوله او ټینګار یې دا و چې مجاهدین کابل ته په فاتحانه ډول ننوځي. هماغه وو چې له فاتحانه ننوتو سره سل کلنه اردو له منځه ولاړه، افغانستان لوټ شو، یوازې اویا زره کابلیان په کابل کې د اسلامي تنظیمونو په جګړو کې شهیدان شول او پاکستان افغانستان ته د خپلې پنځمې صوبې بڼه ورکړه.
سناریو بیا په تکرارېدو ده، طالبان د مجاهدینو په پخواني پله روان دي، د کابل حکومت له ټولو معایبو سره سره طالبانو ته په ۲۰۱۸ ز کال کې د کابل پروسې دویم کنفرانس کې د سولې بشپړ پکېج وړاندې کړ. طالبانو ته د سیاسي حزب او سیاسي فعالیت امتیاز وړاندې شو، د طالب بندیانو خوشې کول او طالب مشران له تور لېست څخه ایستل افغان دولت په خپلو لومړیتوبونو کې راوستل. افغان دولت د مستقیمو مذاکراتو لپاره حتی یو دولتي مذاکراتي ټیم هم وټاکه، څو د طالبانو او افغان دولت ترمنځ مستقیم مذاکرات وشي. اما له دې ټولو چانسونو او فرصتونو سره سره طالبان لکه د مجاهدینو په څېر کابل ته په فاتحانه ډول ننوتل غواړي. له ورایه برېښي چې پاکستان طالبان د امریکا او نړۍ له لویو قدرتونو سره د بهرني سیاست د سیاسي دستګاه په توګه لوبوي. د هند ـ پاکستان خصومت او دښمني؛ پاکستان غواړي د طالب له وجود نه په ګټې اخیستنې پای ته ورسوي او له امریکا تضمین واخلي. په افغانستان کې ستراتېژيک عمق ته رسېدنه د پاکستان لوی ارمان دی او د اوسنیو مذاکراتو په چوکاټ کې یې د طالبانو له حضور نه په ګټې اخیستنې غواړي ورته ورسېږي.
پر ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار تېرول بله معنا نه لري، څو پاکستان په افغانستان کې اور دومره ګرم کړي چې افغان ملت د خپل وجود برخې پرېکولو ته مجبور کړي. پاکستان د افغانستان روانې جګړې ته د سرمایې په سترګه ګوري، د اوبو پر سر مسئله د پاکستان لپاره حیاتي ارزښت لري، څو یې د ځان په ګټه وڅرخوي او روانه جګړه ده چې پاکستان دغه هدف ته نږدې کوي.
په پایله کې ویلای شو هومره چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ مستقیم مذاکرات شا ته لوېږي، په هماغه اندازه د سولې دروازه د افغانانو پر وړاندې تړل کېږي. د سیمې هېوادونه متفاوت تعریفونه چې افغان سولې ته یې لري، ستر خنډ بلل کېږي، څو چې ګاونډیان او سیمه يیز هېوادونه د سولې لپاره واحد شکل پیدا نه کړي، بشپړ بین الافغاني مذاکراتو پیل کېدای نه شي او ترڅو چې د ګاونډیو هېوادونو اهداف روښانه نه شي، ممکنه نه ده چې روانه جګړه ختمه شي.