نن– سبا د وزګارتیا بېلابېل ډولونه شته، یو له هغو ډولونو چې په یو ډول نه یو ډول له هغې ډېره ناوړه ګټه اخیستل کېږي، پټه وزګارتیا ده. په دې اړه د اړوندو چارو د پوهانو له خوا ډېرې څېړنې شوې او لا هم روانې دي؛ ځکه دا د وزګارتیا یو ډېر خطرناک او مافیايي ډول ګڼل کېږي. پیل به یې پر خپله له وزګارتیا وکړو:
وزګارتیا څه شی ده؟
هغه کس چې په ټولنه کې د کار کولو ځواک لري؛ خو کاري فرصت نه شي موندلی، وزګارتیا یا وزګارتیا بلل کېږي.
وزګارتیا یوه ټولنیزه ستونزه بلل کېږي او د ټولنې پر مېشتو کسانو ناوړه اغېزې لري. زده کوونکي، معلولین، زاړه، متقاعد او د موقتې دندې درلودونکي؛ د وزګارو کسانو په ډله کې نه راځي.
د وزګارۍ ډولونه:
۱.جوړښتي وزګاري
۲. اصطکاکي وزګاري
۳. طبیعي وزګاري
۴. سیمه ییزه وزګاري
۵. موسمي وزګاري
۶. د لوږې وزګاري
۷. ښکاره وزګاري
۸. پټه وزګاري
۱- جوړښتي وزګاري: د وزګارۍ دا ډول د هېواد د اقتصاد په اوسنیو فعالیتونو کې د ځینو برخو د ودې له امله منځته راځي او دا د مهارتونو د څرنګوالي په ټاکنه اغېز کوي.
۲- اصطکاکي وزګاري: د وزګارۍ دا ډول په سیمو او بېلابېلو دندو کې د کارکوونکو ترمنځ د شته غورځنګ او خوځښتونو او په ملي اقتصاد کې د بدلونونو له امله رامنځته کېږي.
۳- طبیعي وزګاري: د مهارتونو د عرضې (وړاندې کولو) او تقاضا (غوښتنې) ترمنځ باید انډول ساتل شوی وي.
۴- سیمه ییزه وزګاري: په دې ډول وزګارۍ کې اقتصادي وضعیت د صنعتونو او قلمروونو په ځینو برخو کې د خطر کرښې ته نږدې وي.
۵- موسمي وزګاري: د موسمي وزګارۍ ځینې اقتصادي فعالیتونه په دې ډله کې شاملېږي. لکه: کرنه، جوړونه، سیاحت او داسې نور.
۶- د لوږې وزګاري: هغه کسان چې د پانګونې لپاره کافي پیسې نه لري، له دې ډول وزګارۍ سره لاس او ګرېوان دي.
۷- ښکاره وزګاري: دا د وزګارۍ هغه ډول دی چې خلک نه شي کولای له خپلو شرایطو او تخصص سره سم دنده ترلاسه کړي.
۸- پټه وزګاري: د کمزورو کسانو ګومارنه، که څه هم دوی ته ګټه نه لري او دا ډول د رفتاري وزګارۍ په نامه هم یادېږي.
داسې شرطونه هم شته چې د هغې له مخې کولای شو ووایو چې پلانی کس د وزګارانو له ډلې سره نښتی چې په لاندې ډول دي:
- که چېرې د کار د ترسره کولو ځواک ولري
- که چېرې د کار په لټه کې وي، خو کار ورته پیدا نه شي.
د وزګارتیا لاملونه:
۱. له کلي، ښار ته کډوالي
۲. په تولید او پراختیا کې زیان او د مالي سرچینو نشتون
۳. د زده کړې او لوست کچه
۴. د ځینو لاسي کارونو ښه نه ښکارېدل، لکه د سړک غاړې خرڅلاو
۵. د کار له بازار سره د ښوونیزو مرکزونو د اړیکو نشتون
۶. له نړیوال صندوق او خصوصي کولو څخه د کارګرانو د چوپړتیاوو له ځینو برخو د دولت ډډه کول
۷. د هېواد د ملي اقتصاد په جوړښت کې بې نظمي
۸. په ځینو ځایونو کې د بېلابېلو خلکو ترمنځ د جنسیت او قومیت غوره والی
۹. د کورني تولید په پرتله د نفوس د ودې زیاتوالی
۱۰. له هېواده بهر کار او سوداګري
۱۱. د زېرمو د جوړښتي برخو ډېرښت
پټه وزګارتيا
هغه کس چې پر دنده بوخت دی او د عاید زېرمه هم لري، خو کار یې د هېواد په اقتصاد کې مثبته اغېره نه لري، پټه وزګارتیا نومېږي.
د وزګارتیا او پټې وزګارۍ ترمنځ توپیر همدا دی چې وزګارتیا د دندې نه درلودل دي؛ پټه وزګارتیا بیا د دندې درلودل، خو د هېواد په اقتصاد کې مثبت رول نه لوبول دي.
د دې ترڅنګ، کله چې یو کار کوونکی په یوه سازمان (بنسټ) کې په قراردادي ډول پر دنده بوخت وي، د سازمان له اصولو سره په پوره ډول بلدتیا ولري؛ په خپلو اړونده چارو کې د لوړې پوهې خاوند وي، د دفتر اخلاقي اصول یې زده وي؛ خو کله چې د هغه کس لپاره مناسب بست خالي شي او د بشري سرچینو له خوا بیا یاد بست د ځینو بوروکراسیو او جوړجاړي له امله بل چا ته ورکړل شي؛ پټه وزګارتیا یادېږي او دا یې ډېره خطرناکه او ناوړه بېلګه ده، چې سازماني جوړښتونه له منځه وړي او کاري اړخ کمزوری کوي.
له دې سره، بشري سرچینې د پټې وزګارۍ د رامنځته کولو لپاره له بلې لارې هم ګټنه کوي او هغه دا ده، چې د دندې کړنلاره (لایحه وظایف) د پخوا په پرتله بدلوي او مشرتابه ته د یوه مکتوب له مخې د یاد کس د دندې مؤثریت صفر ښيي او په دې اساس خپلې موخې په یاد بست او سازمان کې پلې کوي.
ځینې وخت وزګارتیا ښکاره او روښانه بڼې لري چې دې ډول بېکارۍ ته پټه وزګارتیا ویل کېږي. پټه وزګارتیا یوه نامطلوبه وزګارتیا ده چې په هغو کې غوڅوالی (قطع) نه تر سترګو کېږي، بلکې لومړی کاري ځواک د تولید په برخه کې د فعالیت پر ځای په واسطه کولو، دلالۍ او خدماتي چوپړتیاوو ځان بوختوي او وروسته بیا کار کوونکي ډېری په هغو برخو کې پر دندو ګومارل کېږي چې په هغې ډله کې د کار کوونکو شمېر د چارو په پرتله ډېر وي او هر څوک ځان د کم کارۍ په هېنداره کې احساسوي.
نو په دې اساس د پټې وزګارۍ په تعریف کې ویل کېږي، چې له هغو فعالو او بوختو کسانو څخه عبارت ده چې په عملي ډول د تولید یا پرمختګ په برخه کې نقش نه لري او د هغې په لرې کولو سره د کار لړۍ ته کوم زیان هم نه اوړي.
دا ډول وزګارتیا د صنعت په برخه کې لږ تر سترګو کېږي؛ خو د کرهڼې (کورنۍ نه تولیدوونکې او وړې برخې) په خوا کې چې د کلیو او بانډو د مېشتو د پیدایښت له امله لږ تولید او مصرف لري او ترڅنګ یې د خوره مه مره اقتصاد؛ ترڅنګ یې د خدمتونو په برخه کې (کار کوونکي، د سپکو څیزونو خرڅلاو او هغه کسان چې کالي لاس په لاس ګرځوي) د سړک غاړې د لاسي څیزونو د پلورونکو ډېرښت، هغه بوخت کسان چې لږ ځواب وینه لري، اداري کار کوونکي او داسې نورو برخو کې ډېره رامنځته کېږي.
هغو ټکو ته په کتو چې وویل شول، دا ډول وزګارتیا د کم عاید لرونکو کسانو په ژوند کې، د قومي او توکمي وړو ټولنو، د غیر ماهره خلکو، د هغو سیمو د مېشتو ترمنځ چې له رکود سره مخ دي، کلي مېشتي او … تر منځ ډېره دود لري.
په ټوله کې وزګارتیا او پټه وزګارتیا د لاندې ټکو لامل کېږي:
الف) د ټولنیزې پانګونې (انساني ځواک) په پوخوالي (ثمر) نه رسېدل، چې د زده کړې او روزنې له لارې ترسره کېږي.
ب) د دولت مالیاتي عاید ته زیان رسېدل.
ج) د بېکارۍ د ښه والي د خرڅونو د تامین ډېرېدل چې ټولنیزې نېکمرغۍ له خطر سره مخ کوي.
اوسمهال ورځ تر بلې د صنعت برخه او د لویو تولیدي واحدونو رامنځته کېدل، د پراختیا په حال کې دي، ځینې پوهان داسې انګیري چې د صنعتي تولید په منځپانګه او په ځانګړې توګه د صنایعو د خپل سره کېدو او د چوپړتیاوو د لمنې پراخېدو، د بېکارۍ د کچې د زیاتوالي او په ځانګړې توګه د پټې وزګارتیا لامل کېږي چې په ټوله کې بشپړه بوختیا او کاري چاپېریال رامنځته کېدل محالي بڼه ځانته غوره کوي.