ژباړه: مسیر ورځپاڼه
ولسمشر محمد اشرف غني دا مهال ممکن د ولسمشرۍ تر ټولو سختې ورځې تجربه کوي. د نوموړي د مخالفینو په خبره، ښاغلی غني په دې وروستیو کې (د سولې د ملاتړي) پر ځای (د سولې پر اصلي خنډ) بدل شوی دی.
نوموړی په دې وروستیو کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په دوو کې حیران کړی دی چې له خپل لوی ملاتړي امریکا سره پاتې شي او که خپله لاره ترې بېله کړي؟
امریکا د څه شي په هڅه کې ده؟
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې کېدل د دې لامل ګرځېدلي چې متحده ایالتونه په افغانستان کې هر کال ۴۵ میلیارده ډالره ولګوي. ۵ میلیارده د افغان امنیتي ځواکونو لپاره، ۱۳ میلیارده په افغانستان کې د مېشتو ۱۳ زره امریکایي ځواکونو لپاره او نورې هم له افغانستان سره په نورو تدارکاتي او اقتصادي برخو کې د مرستو لپاره.
دغه مصارف د ولسمشر غني، د افغانستان د امنیت او اقتصاد لپاره خورا اړین دي، ځکه تر دې وړاندې ولسمشر غني په دې تړاو ویلي وو چې د امریکا له مرستو پرته شاید حکومت شپږ میاشتې هم دوام ونه کړي.
اما د ولسمشر ټرمپ لپاره بیا دغه مصارف بې ځایه دي او نوموړی په دې باور دی چې دغه مصارف باید د امریکا د ننه وشي او له همدې کبله په قطر کې د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د روانو خبرو پایلې ته په بې صبرانه ډول انتظار باسي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې امریکایي نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې ولسمشر غني له ښاغلي ټرمپ څخه په یوه لیک کې غوښتي چې له افغانستانه دې امریکايي ځواکونه نه وباسي، خو د غني د دغه لیک په تړاو تر اوسه امریکایي چارواکو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
ټرمپ په خپل وروستي ټوېټ کې هم ویلي وو چې د عاقلانه مصارفو لپاره اړینه ده چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه را وباسو. نوموړي په دې اړه ویلي: «ما ته د ولسمشر په توګه د افغانستان او سوريې ګند په ميراث کې پاتې شوى. نه ختمېدونکې جګړې، بې حسابه لګښتونه او مړي راپاتې دي. هر کال پر افغان جګړه شاوخوا ٥٠ ميليارده ډالره لګښت کوو، خو اوس مو له ١٨ کلنې جګړې وروسته د سولې خبرې پيل کړې دي.»
ولسمشر غني ولې د امریکا- طالبانو له خبرو ناخوښ دی؟
په تېرو څلورو میاشتو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د زلمي خلیلزاد پر مشرۍ د امریکایي مرکچي پلاوي او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ترمنځ څلور ځله ناستې شوې دي. د دغو خبرو په پایله کې تر اوسه د سولې د چوکاټ په اړه په کلي ډول هوکړه شوې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او په دې تړاو د تضمین ورکول چې طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه پالي، د سولې د چوکاټ د بحث اصلي موارد دي چې تر اوسه پرې دواړه خواوې هوکړې ته رسېدلې دي.
خو په دې خبرو کې د افغان حکومت پلاوي ته بلنه ورنه کړل شوه، ځکه طالبان پر دې ټینګار کوي چې دوی له افغان حکومت سره هېڅ ډول خبرې نه کوي. د طالبانو د سولې د مرکچي پلاوي مشر په دې وروستیو کې ویلي چې ولسمشر غني د امریکایانو لاسپوڅی دی او دوی اړتیا نه لري چې د سولې خبرې ورسره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ولسمشر غني او خلیلزاد ترمنځ وروستۍ لیدنه ډېره بې خونده وه. بلخوا طالب استازو ویلي چې د ولسمشر غني پر مشرۍ له افغان حکومت سره د دوی خبرې بې ګټې دي، ځکه غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو توان او صلاحیت نه لري.
د سولې کیلي چېرې ده؟
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې وروستیو کې کابل ته د خپل سفر پر مهال ویلي: «د سولې کیلي په افغانستان کې ده او ما هم بیا بیا طالب استازو ته وویل چې له بین الافغاني خبرو پرته په افغانستان کې سوله نه شي ټینګېدای».
ولسمشر غني ټینګار کوي چې امریکا باید له افغان پلاوي پرته له طالبانو سره خبرې ونه کړي؛ ځکه د نوموړي په خبره، د طالبانو او پاکستان اصلي غوښتنه دا ده چې دا ډله واک ته ورسېږي، اوسنی حکومت له منځه ولاړ شي او د افغانستان تېرې ۱۷ کلنې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شي. نوموړي د خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې وو، د سولې کیلي په کابل کې ده؛ ویلي، د سولې کیلي په کابل کې ده، خو د جنګ کیلي په اسلام آباد، کويټه او راولپنډۍ کې ده.
نوموړي د ډاکتر نجیب الله د وخت د سولې خبرو ته په اشارې ویلي: «موږ ټول پوهېږو چې نجیب الله ته څه ډول دوکه ورکړل شوه. ملګرو ملتونو هغه ته د سولې د راتلو تضمین ورکړی و، خو له بده مرغه په ناورین پای ته ورسېد».
د ولسمشر غني سیاسي مخالفین څه وايي؟
د ولسمشر غني ډېری سیاسي مخالفین چې اوسمهال د هغه پر وړاندې په ولاړو ټاکنیزو ټیمونو کې دي، پر غني د نیوکو ترڅنګ وېره لري، چې ګواکې امریکا به د افغانستان په سرنوشت له پاکستان او طالبانو سره معامله وکړي، داسې معامله چې نه یوازې افغان دولت، بلکې سیاسي ګوندونه او ډلې به هم پکې ونډه ونه لري.
خو له دې ټولو سره سره د ولسمشر غني ډېری مخالفین په دې باور دي چې د سولې له روانو خبرو سره د نوموړي مخالفت د افغانستان د سرنوشت لپاره نه، بلکې په واک کې د نوموړي د پاتې کېدو پر سر دی، نو له همدې کبله ولسمشر غني د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
ټاکنې که موقته اداره؟
د ملي یووالي حکومت د خپلې کاري دورې په وروستیو ورځو کې دی او اشرف عني په راتلونکې چنګاښ میاشت کې د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي، داسې چې د ټاکنو په کمېسیون کې به پراخ تغیرات راولي، د ټاکنو قانون به اصلاح کوي او د بایومټریک په واسطه به رایه کاروي.
په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هره ورځ د زلمي خلیلزاد او طالبانو د سولې خبرو د پایلو لپاره بې صبرانه ډول انتظار باسي.
له دې سره سره، د امریکا او طالبانو مذاکراتو د ټاګنو پروسه هم تر اغېز لاندې راوستې او حتی د موقت حکومت او راتلونکو ټاکنو د ځنډ او په بله جلا فضا کې د ټاکنو د ترسره کېدو اوازې هم اورېدل کېږي. داسې چې ویل کېږي په دې اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ هم خبرې شوې، خو امریکا بیا دا اوازې ردوي.
بلخوا بیا طالبانو ته نږدې سرچینې دا تاییدوي او وايي چې دا کار به په دوو مرحلو کې ترسره شي. لومړی مرحله کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو موافقه وشي او په دویمه مرحله کې به د بین الافغاني خبرو له لارې د اشرف غني له مخالفو سیاسي ډلو سره په راتلونکي حکومت خبرې وشي.
د زلمي خلیلزاد او ټرمپ له څرګندونو داسې ښکاري چې د ټرمپ حکومت د طالبانو او پاکستان په تضمین سره، د اشرف غني له مخالفت سره سره؛ له دې طرحې هرکلی کړی دی.
ولسمشر غني څه کولای شي؟
داسې معلومېږي چې ولسمشر غنې ډېر څه نه شي کولای؛ ځکه د ټرمپ اداره په ټوله هڅه غواړي چې د امریکا په تاریخ کې دغه اوږده جنګ ته نور د پای ټکی کېږدي او د افغانستان د مسئلې لپاره یو حل پيداکړي.
د ولسمشر غني او امریکا اړیکو ته په کتو، دا ممکنه ده چې غني د امریکا د فشارونو په مقابل کې د هغوی غوښتنو ته غاړه کېږدي او د سولې لپاره د امریکا طرحه ومني. ځکه د افغان دولت له داخله هم غنې له ځان سره کلک سیاسي ملاتړي نه لري.
دې حالت ته په کتو، ډېری سیاسي شنونکي او مدني فعالان له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو او د ژنیو کنفرانس (۱۹۸۸) د بیا تکرار چې د ډاکتر نجیب د سقوط او داخلي جنکونو د شروع لامل شوه؛ په وېره کې دي.
هغوی د طالبانو د بیا واک ته له رسېدو، د تېرو اوولس کلنو لاسته راوړنو، د بیان ازادۍ، د ښځو او بشري حقونو او زده کړو د له منځه تلو په اړه اندېښنه لري.
بلخوا بیا د غني مخالفین نوموړی په واک د پاتې کېدو پر غوښتنه او د افغان سولې پر مخالفت تورنوي.
د طالبانو لخوا د ټول شموله حکومت په تایید، ځینو غیر پښتون قومي ډلو هم اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو سره به بیا د نویمې لسیزې هغه تجربې تکرار شي چې په شمالي برخو کې طالبانو کړې دي.
اشرف غني د اساسي قانون په رڼا کې له خپلو ډیموکراټيکو هڅو ستاینه کوي او د ده له ټولو مخالفو ډلو غواړي چې له ده سره په دې برخه کې د اصلاح مرسته وکړي.
کېدای شي د طالبانو او امریکا ترمنځ په نږدې وخت کې د سولې تړون لاسلیک شي، خو اشرف کولای شي چې په خپل دغه دریځ سره په دغه پروسه کې هغسې چې دی غواړي ځای خپل کړي؟
او ایا کولای شي د خپلو مخالفو سیاسي ډلو چې هم د طالبانو له راتګه اندېښمنې دي او هم له ده څخه ناراضه دي، سره یو ځای او راضي کړي؟