د اسرائيل د ۱۲م چينل تلويزيون د اکتوبر په ۱۳مه نېټه خبر ورکړی چې لومړي وزير بنيامين نيتانیاهو تېره اونۍ د امريکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره تليفوني خبرې وکړې او پکې يې د نومبر په پيل کې د امریکا له منځمهاله ټاکنو مخکې او يا د اکتوبر په ۲۷ مه نېټه د اسرائيل له پارلماني ټاکنو مخکې د ايران ضد جګړې د بيا پيلولو پر امکاناتو بحث وکړ.
ټرمپ ويلي چې هېواد به يې له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ايران بيا بريد و نه کړي، خو د يوې سرچينې په قول د اسرائيل دفاعي ځواکونه او د امریکايي پوځ مرکزي قومانداني د ټرمپ د پرېکړې د احتمالي بدلون په پار په اړوندو تياريانو بوخت دي.
له بلې خوا د اسرائيل د صدارت دفتر دغه خبر رد کړ چې نيتانیاهو غواړي ټرمپ له ټاکنو مخکې پر ایران بيا بريدونه وکړي او ويلي يې دي چې اوس نيتانیاهو له ټرمپ او نورو لوړ پوړيو امريکايي چارواکو سره په تماس نيونې دي.































