د ۲۰۲۶م کال لپاره د مسلکي او تخنیکي تعلیم د پرمختګ نړيوال کنفرانس د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په تيان جين ښار کې پرانيستل شو. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د صدراعظم مرستیال دينګ شيو شيانګ پکې ګډون او وينا وکړه.
هغه په خپله وينا کې ويلي چې مسلکي زده کړې د باکيفیته مهارتي استعدادونو د روزلو بنسټیزه پروژه ده او په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبوي . رئيس شي جين پینګ پر دې ټينګار کړی چې مونږ بايد لوړه سویه مهارت لرونکي استعدادونه وروزو. چین په وروستيو کلونو کې په پر له پسې توګه د مسلکي زده کړو عصري نظام بشپړ کړی، د ځوانانو د ودې او پرمختګ لارې چارې يې پراخې کړې، په دې برخه کې نړيوالې همکارۍ يې لا پياوړې کړې او د مسلکي زده کړو د پرمختګ په برخه کې يې تاریخي لاسته راوړنې درلودلې دي.
د ماليزيا د صدراعظم لومړي مرستیال زاهد په خضوري ډول او د ملګرو ملتونو د يونيسکو رئيس طلحه په ويډيويي توګه د دې کنفرانس پرانیستونکو مراسمو ته ويناوې وکړې.































