د اذربایجان ولسمشر الهام علياف د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په باکو کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره وليدل.
علياف په دې لیدنه کې وویل چې اذربایجان او چین پياوړی متقبال سياسي باور او د ګډو ګټو پر بنسټ اقتصادي همکاري لري. له دې وروستيو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ هر اړخيزې ستراتیژیکې ملګرتیا دوامدار پرمختګ کړی. تېر کال کې ما په چين کې له رئيس شي جین پینګ سره يو لړ موافقې تر لاسه کړي چې ټولې يې په واقعي توګه پلې شوې دي.
هغه وويل، چې اذربایجان د خپل اقتصادي او ټولنیز پرمختګ او د ملي ګټو د ساتنې لپاره د چین د اوږدمهاله ملاتړ مننه کوي او چین د نړۍ د سراسري جنوب د ودې لپاره مخکښ ځواک بولي. چیني شکله عصريتوب د اذربایجان په ګډون پرمختيايي هېوادونو ته يوه نمونه برابره کړې ده.
وانګ یي علياف ته وويل چې د دواړو مشرانو تر ستراتیژیکې لارښوونې لاندې چین او اذربایجان متقابل تفاهم او باور لري او يو د بل ملاتړ کوي، دوه اړخیزو اړیکو يې قوي پرمختګ موندلی او ښه راتلونکې لري. چین په دې خوښ دی چې د ولسمشر علياف په مشرۍ اذربايجان ښه پرمختګ کوي او د خپلو ملي شرایطو سره سم د ځانګړې پرمختيايي لارې په انتخابولو کې د اذربایجان ټينګ ملاتړ کوي.































