د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان د اکتوبر د ۱۵مې نېټې په شپه د دغه هېواد له ملي ټلویزیون سره په یوه مرکه کې وویل، چې امريکا وايي د هرمز تنګي د خلاصېدو په حال کې دی، خو دا له اصلي وضعیت سره سمون نه لري.
نوموړي وویل چې د سپاه پاسداران سمندري ځواک شپه او ورځ د فارس خلیج او هرمز تنګي څارنه کوي، هره کښتۍ چې غواړي له دغه تنګي څخه تېر کړي، بايد اجازه ترلاسه کړي. هره کښتۍ چې د امریکا په پارونې له اړوندو مقرراتو څخه د سرغړونې هڅه کوي، د ایران له پرېکنده غبرګون سره به مخ شي.
د سینګاپور د سمندري او بندري چارو ادارې د ۱۴مې نېټې په ماښام د یوې بيانيې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه هېواد کې ثبت شوي دوه کانټینر وړونکې بيړۍ د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پرمهال د نامعلومو توغندیو لخوا وویشتل شوې، چې یوې یې اور واخیست او ورپسې ډوبه شوه.































