د جاپان عامو وګړو د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په توکيو کې د امريکا د لوی سفارت په شاوخوا کې لاريون تر سره کړی. د دوی په خبره، په جاپان کې ميشت امريکايي سرتيري په دې وروستيو کې د اوکيناوا يوه ښځه وژلې. دوی په دې اړه احتجاج کړی او د جاپان او امريکا له راتلونکي ګډ پوځي تمرين سره يې مخالفت څرګند کړی.
د اوکيناوا پوليسو د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د امريکايي سرتيری ډېون بالارډ توقيف کړی. دغه سرتېری په دې تورن دی، چې د روانې مياشتې د ۳مې نېټې په سهاروختي د اوکيناوا په يوه هوټل کې یوه ځايي ښځه وژلې او ورڅخه يې د پيسو بکس تر لاسه کړی. د اوکيناوا پارلمان په ۹مه نېټه يو پرېکړه ليک تصويب کړی او غوښتنه يې کړې، چې اغېزناک تدبيرونه ونيسي، څو د داسې قضيې د بيا پېښېدو مخنيوی وکړي او د جاپان او امريکا د ځواکونو مقام تړون تعديل کړي.
له سخت احتجاج سره سره د جاپان حکومت او د امريکا حکومت لا هم په دې هڅه کې دي چې د روانې مياشتې له ۱۹مې تر ۲۹مې نېټې پورې ګډ پوځي تمرين تر سره کړي.































