چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

    ملګري ملتونه: افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

    کابل او کندهار کې په ولادي فسټول د اخته ښځو وړیا درمنله کېږي

    مسوولین: د نوي کابل د لومړۍ برخې چارې ۳۰ سلنه پرمخ تللي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړۍ

د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون د چینایي او افغان تصدیو تر منځ د همکاریو نوې دروازه

لیکنه: ولي الهام

نوومبر 9, 2025
in نړۍ
0 0

په داسې حال کې چې نړیوال اقتصاد له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، د چین د وارداتو نړيوال نندارتون چې د هر کال په نومبر میاشت کې په شانګهای کې تر سره کېږي، د نړۍ هېوادونو او په ځانګړې توګه د مخ پر وده اقتصادونو لپاره د هیلو او فرصتونو یوه نوې کړکۍ پرانیزي. دا نندارتون یوازې د سوداګرۍ او وارداتو یو عادي بازار نه دی، بلکې د نړیوالو اقتصادي اړیکو د ودې، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، او د متقابل باور د ټینګښت لپاره یو ستر پُل دی. د چین دغه نوښت په حقیقت کې د دغه هېواد د ښه نیت او نړیوالو همکاریو د ژمنتیا څرګندونه کوي، هغه څه چې نننۍ نړۍ ورته تر بل هر وخت ډېره اړتیا لري.

شانګهای د چین یو ستر اقتصادي مرکز دی او دا نندارتون د همدې ښار د نړیوال اهمیت ښکارندویي کوي. چین غواړي د دغه نندارتون له لارې نړۍ ته وښيي، چې د اقتصاد د ودې لارې یوازې د صادراتو او یو اړخیزو ګټو پر مټ نه شي ټاکل کېدای، بلکې واردات او د نورو هېوادونو د تولیداتو هرکلی هم د ګډو ګټو یوه مهمه سرچینه ده. دا یو داسې لیدلوری دی، چې د نړیوالې سوداګرۍ په دودیز انځور کې بدلون راولي او نړۍ ته دا پیغام ورکوي، چې اقتصاد یوازې د یو ملت ځانګړې ګټه نه ده، بلکې د ټولو ګډ برخلیک دی.

د کرونا وبا پر مهال چې د نړۍ ډېری اقتصادونه د رکود او بندښت له ستونزې سره مخ وو، چین وښودله چې د نوښت او تدبیر په مرسته کولای شي، د نړيوال اقتصادي خوځښت ماشین ژوندی وساتي. د شانګهای نندارتون نه یوازې د سوداګرۍ لپاره یوه زمینه برابره کړه، بلکې د ګډ باور، متقابل ملاتړ، او د اقتصادي همکارۍ یوه نوې فضا یې رامنځته کړه. دغه نندارتون د هغو هېوادونو لپاره چې غواړي د خپلو تولیداتو لپاره نړیوال بازارونه ومومي، یو نه تکرارېدونکی فرصت دی.

افغانستان د دې نندارتون له مهمو ګټه اخیستونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. که څه هم زموږ هېواد د اوږدو جګړو، اقتصادي ستونزو او بنسټیزو نیمګړتیاوو له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دی، خو بیا هم د دې توان لري چې د خپلو طبیعي سرچینو، کرنیزو محصولاتو او لاسي صنايعو له لارې د چین ستر بازار ته لاره پرانیزي. افغاني غالۍ، زعفران، جلغوزي، انار، مېوې او نور محصولات هغه څه دي، چې نړیوال شهرت لري او په ځانګړې توګه د چینایي مصرفوونکو لپاره تر ټولو ډېر په زړه پورې دي. د شانګهای نندارتون افغان سوداګرو ته دا فرصت ورکوي، چې له نږدې خپل تولیدات معرفي کړي، قراردادونه لاسلیک کړي او د همکارۍ نوې دروازې پرانیزي.

افغانستان که څه هم له اوږدو جګړو او اقتصادي نیمګړتیاوو سره مخ پاتې شوی، خو د طبیعي زیرمو، کرنیزو تولیداتو او کلتوري صنايعو له مخې د نړۍ په کچه یو بې ‌ساری هېواد دی. د افغاني غالیو شهرت یوازې د یو محصول په توګه نه دی، بلکې دا د افغانستان د فرهنګي هویت نښه ده. کله چې دغه ډول توکي په شانګهای کې نندارې ته وړاندې کېږي، په حقیقت کې د افغانستان کلتوري ښکلا د نړۍ پر مخ پرانیزي. چینایي مصرفوونکي چې د کیفیت، ښکلا او طبیعي محصولاتو لېوالتیا لري، له افغاني توکو سره ژوره مینه ښيي. له همدې کبله د شانګهای نندارتون افغان سوداګرو ته دا فرصت ورکوي، چې د خپلو تولیداتو لپاره نه یوازې د چین، بلکې د نړیوالو بازارونو دروازې پرانیزي.

له بلې خوا، د چین رول په نړیوال اقتصاد کې یوازې د خپلې ودې په کچه نه سنجول کېږي، بلکې یوه برخه یې دا هم ده چې دغه هېواد غواړي د نورو لپاره د پرمختګ فرصتونه برابر کړي. د شانګهای نندارتون د چین د دې مثبت دریځ ښکاره بېلګه ده. په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه د سوداګرۍ په تړاو د محدودیتونو او تعرفو لاره غوره کوي، چین په برعکس غواړي چې د خپلو دروازو په پرانیستو سره د ګډو ګټو فضا رامنځته کړي. دا تګلاره یوازې د اقتصاد په وده کې مرسته نه کوي، بلکې د ملتونو ترمنځ د باور د فضا په جوړولو کې هم مهم رول لري.

د افغانستان لپاره، دا یو تاریخي فرصت دی، چې د خپلو محصولاتو لپاره د اوږدمهالو قراردادونو په لټه کې شي. کله چې افغان تصدۍ د چینایي پانګوالو او شرکتونو سره ګډې پروژې پیلوي، د تولید د معیار لوړولو، د بسته بندۍ نړيوال معیار ته رسولو او د نوې ټکنالوژۍ د زده‌کړې زمینه برابریږي. دا ټول هغه څه دي، چې د افغانستان د اقتصاد د ودې لپاره حیاتي ارزښت لري. همدارنګه، د چین د بازار پراخوالی داسې دی، چې یو محصول کولی شي په میلیونونو مصرفوونکو ته ورسېږي. افغان تولیدات که د کیفیت په معیار کې ثابت پاتې شي، نو نه یوازې به یې پلور زیات شي، بلکې د افغانستان نوم به د باور وړ صادرونکي په توګه نړیوال شهرت ومومي.

راتلونکي ته په کتو، د شانګهای نندارتون کولی شي د افغانستان او چین تر منځ د اوږدمهالو همکاریو بنسټ جوړ کړي. دا همکارۍ یوازې په سوداګرۍ کې نه محدودېږي، بلکې په کرنه، کانونو، انرژۍ، ترانسپورت او ټکنالوژۍ کې هم غځېدلی شي. د چین پانګونه او د افغانستان طبیعي سرچینې یو له بل سره د تکمیلۍ د ارزښت ځانګړتیا لري او په ګډه کولی شي د سیمې لپاره د اقتصادي ثبات او ودې یوه نوې څپه رامنځته کړي.

چین په دې نندارتون کې تل هڅه کړې چې د لږ پرمختللو هېوادونو ملاتړ وکړي، هغوی ته وړیا نندارځایونه ورکړي او د هغوی د محصولاتو لپاره د معرفۍ فرصتونه برابر کړي. دا د چین د مثبتې ژمنتیا ښکاره نښه ده چې غواړي د نړیوالو اقتصادي اړیکو په ډګر کې د همکارۍ او ګډ پرمختګ اصل عملي کړي. په داسې حال کې چې ځینې لوی اقتصادونه د ملاتړپالو پالیسيو او د سوداګرۍ د محدودولو پر لور روان دي، چین برعکس د پرانیستې سوداګرۍ، همکارۍ او متقابل درناوي پر بنسټ یوه نوې لاره پرانیزي.

د افغانستان لپاره دا یوازې د سوداګرۍ یو فرصت نه دی، بلکې د نړیوال اقتصادي سیستم سره د ادغام یوه مهمه کړکۍ ده. کله چې افغاني تولیدات د چین په څېر ستر بازار ته لار پیدا کوي، نه یوازې د هېواد د اقتصاد د ودې لامل کېږي، بلکې د افغان بزګرانو، صنعتګرو او تولیدونکو لپاره هم د عاید نوي فرصتونه برابروي. دا کار د هېواد په ټولنیز ثبات او اقتصادي پرمختګ کې هم مستقیم رول لري.

له بلې خوا، د شانګهای نندارتون د کلتوري تبادلو یوه غوره زمینه هم ده. افغان فرهنګ او هنري صنایع لکه غالۍ، ګلدوزي، لاسي کلتوري توکي او نور، د دې نندارتون له لارې د چین د خلکو او نورو هېوادونو لیدونکو ته معرفي کېږي. دا نه یوازې سوداګریز اهمیت لري، بلکې د ملتونو تر منځ د متقابل پوهاوي، درناوي او د اړیکو د پراختیا یو مهم ګام هم دی.

په اوسني وخت کې چې نړیوال اقتصاد له جیوپولیټیکي ستونزو، تحریمونو، جګړو او بېلابېلو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی، د شانګهای د وارداتو نړیوال نندارتون شتون یو ډول ډاډ ورکوونکی پیغام دی. دا پیغام دا دی چې نړۍ لا هم د ګډو همکاريو، پرانیستې سوداګرۍ او د ګډ برخلیک د فکر پر لور حرکت کولای شي. چین غواړي د دغه نندارتون له لارې نړۍ ته وښيي چې د پرمختګ راز په یو اړخیزو کړنو کې نه، بلکې په څو اړخیزو اړیکو او ګډو هڅو کې نغښتی دی.

افغان سوداګر، چې د دې نندارتون برخه کېږي، باید په بشپړه توګه له دې فرصته ګټه واخلي. د خپلو محصولاتو د معرفۍ ترڅنګ، باید د چینایي شرکتونو او سوداګرو سره د اوږدمهالو همکاریو زمینه هم برابره کړي. دا یوازې د یوې لنډمهالې معاملې خبره نه ده، بلکې د راتلونکي اقتصادي مشارکتونو، ګډو پانګونو او د ټکنالوژۍ د تبادلې یوه مهمه لاره هم ده.

په ټوله کې، د شانګهای نړیوال وارداتي نندارتون یوازې د چین لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د هیلې او فرصت یو سمبول دی. دا نندارتون دا څرګندوي چې که څه هم نننۍ نړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ ده، خو بیا هم د همکارۍ، ګډو هڅو او ګډ پرمختګ فرصتونه شته. د افغانستان په څېر هېوادونه چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، کولای شي د دې فرصت نه د اقتصادي ځان بسیاینې او نړیوال بازار ته د ننوتلو لپاره بشپړه استفاده وکړي.

چین نن ورځ نړۍ ته دا پیغام ورکوي، چې د پرانیستې سوداګرۍ او ګډ پرمختګ لاره تر ټولو غوره او دوامداره لاره ده. د شانګهای نندارتون په حقیقت کې د همدې فکر یوه ژوندۍ بېلګه ده، هغه فکر چې نړۍ یې د سوکالۍ او پرمختګ پر لور رهبري کولای شي.

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کابل کې؛ د چین د پرمختګ تجربو او د افغانستان د ستونزو د حل په اړه سمینار ترسره شو

سپتمبر 9, 2026

اروپايي ټولنه به په ګرينلينډ ټاپو کې د ۲۰۰ ميليونه يورو سرمايه ګذاري وکړي

سپتمبر 8, 2026

د ايکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ د افکارو د پېژندلو کتاب خپور شو

سپتمبر 8, 2026

لي چيانګ د قطر له صدراعظم او بهرنيو چارو وزير سره وکتل ‌

سپتمبر 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In