د جاپان صدراعظمې سانايي تاکایچي څو ورځې دمخه په ياسوکوني معبد کې د قربانۍ مراسم ترسره کړي او د دغه هېواد د اقتصادي او مالي تګلارو وزير هم دغه معبد ته ورغلی، چې د نړيوالې ټولنې له زياتو غندنو سره مخ شوي دي.
سي جي ټي اېن په مجازي نړۍ کې يوه نړيواله سروې ترسره کړې، چې له مخې يې ۹۰.۷۱ سلنه ګډونوالو له نړيوالو رسنيو غوښتي، چې په خپلو راپورونو کې ياسوکوني معبد ته ”د جنګي مجرمينو معبد“ نوم ورکړي او د جاپان د پوځيتوب بيا راپورته کېدو ته دې بېدارې واوسي.
ياسوکوني معبد د جاپان پوځيتوب روحي وسيله او نښه بلل کېږي، چې پکې د تېري کوونکې جګړې د ۱۴ عمده پړه اخيستونکو جنګي مجرمينو نښې او لوحې پرتې دي.
د سروې ۸۸.۵۳ سلنه ګډونوالو د جاپان د صدراعظمې ياد کړه وړه تېري کوونکې جګړې ته د رنګ ورکولو او د دغه هېواد د جنګي جرمونو د ردولو هڅې بللې دي.
د سروې ۸۷.۳۸ سلنه ګډون کوونکو ويلي، د صدراعظمې سانايي تاکايچي په شمول د جاپاني سياستوالو ناسمو عملونو د جاپان د پوځيتوب ځپلو خلکو احساسات هم سخت زيانمن کړي دي.
site-verification-ok































