شنبه, اکتوبر 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

    د ترکیې د معارف بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

    ترکمنستان افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو پر چټکتیا ټینګار شوی

    د م.م کارپوهان: د افغانانو جبري ستنول له نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې دي

    د ترکیې د معارف بنسټ افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

    ترکمنستان افغانستان ته د ۸۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابروي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    نندارتونونه؛ د اقتصاد د ودې او سوداګرۍ د پراختیا پیاوړی پل

    د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په کونړ کې ملګي وګړي شهیدان کړي

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

د چین د وارداتو او صادراتو نندارتون ۷۰مه کلیزه

اکتوبر 17, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د چین د وارداتو او صادراتو ۱۴۰م نندارتون د اکتوبر په ۱۴مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پرانیستل شو. سږ کال د دې نندارتون د جوړېدو ۷۰مه کلیزه ده. دغه نندارتون د چین او نورو هېوادونو او سیمو د سوداګریز تګ راتګ د هڅولو په برخه کې مهم رول لوبولی او د چین د لوړې سویې ورخلاصون د پراخېدو او د پرانیستي نړیوال اقتصاد د جوړونې لپاره یو اغېزناک ډګر ګرځېدلی دی.

سي جي ټي ان په دې وروستیو کې په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو یوه سروې ترسره کړې او په ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۹۸ تنو پکې ګډون کړی و.

د سروې ۸۵ اعشاریه ۱ سلنې ګډونوالو دا نظر ښودلی چې چین په تېرو ۷۰ کلونو کې په دوامداره توګه د وارداتو او صادراتو نندارتون دایر کړی، له دې ښکاري چې دغه هېواد د لوړې سویې ورخلاصون د هڅولو ټینګه اراده لري او د اقتصاد د ټولشموله نړیوال کېدو د پرمخ بېولو او د نړۍ د پرمختګ او سمسورتیا لپاره یې مسلسل خوځنده ځواک برابر کړی دی.

په سږني نندارتون کې د مصنوعي ځیرکتیا او لوی ډیټا په شمول پرمختللي تکنالوژۍ په لومړي ځل د نندارتون په بشپړ بهیر کې کارول شوې چې د ځیرکتیا او هوښیارۍ د کارونې ۲۲ ځایونه او د مصنوعي ځیرکتیا ۱۶ ځانګړې کارونې تر سترګو کېږي، مثلاً ننداره کوونکي له پېرونکي سره د کوډ  سکن کولو له لارې خپلمنځي برېښنايي نوم کارتونه تبادله کولای شي، اې ای پخپله د سوداګریزو خبرو لپاره عمده محتویات پیدا او جوړولای شي. د سروې د ۸۴ اعشاریه ا سلنې ګډون کوونکو په اند، دغه نندارتون له عنعنوي سوداګریز ډګر څخه په ځیرک خدماتي ډګر د بدلون په حال کې دی.

سربېره پر دې، په سږني نندارتون کې په لومړي ځل د نویو محصولاتو د نندارې ځانګړی ځای ټاکل شوی او څه دپاسه ۷۰۰ اړوند فعالیتونه به ترسره شي چې د نویو محصولاتو شمېر د تېرې دورې په نسبت ۱۵ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې جمله کې خدماتي روباټونو، ځیرک طبي خدماتو، ځیرک تولید او نوې انرژۍ په شمول د چارو نوي تولیدات د تېرې دورې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.

د سروې ۸۳ سلنې ګډونوالو په دې اړه ویلي چې له دې څخه ښکاري، چې د چین بهرنۍ سوداګرۍ د توليداتو جوړښت د پیمانې له پراخېدو څخه د کیفیت لوړتیا ته ګامونه پوره کړي دي. د ۸۵ اعشاریه ۶ سلنې ګډونوالو په اند، د چین ځیرک محصولات د نړۍ د ډیجیټلي اقتصاد او ځیرک اقتصاد د ودې مهم ملاتړ ګرځېدلی دی.

د یادولو وړ ده چې په سږني نندارتون کې د خدماتي سوداګرۍ نهه ځانګړې ناحیې ټاکل شوې او په لومړي ځل یې د تولید په اړه لسو لوی ډوله خدماتي چارو پورې اړه لري چې بهر ته د تصدیو محصولاتو د صادرولو لپاره بشپړ خدمتونه وړاندې کېږي.

د سروې ۸۴ اعشاریه ۵ سلنې ګډونوالو دا نظر ښودلی چې د چین د وارداتو او صادراتو په سږني نندارتون کې د سوداګرۍ + خدمتونو دغه شکل به د تصدیو او محصولاتو د نړیوالې سیالۍ توان ډېر لوړ کړي.

په سږني نندارتون کې په لومړي ځل د پېرونکو اتحاد جوړ شوی چې غړی یې مالومات او سرچینې شریکولای شي.

د سروې ۸۸ اعشاریه ۸ سلنې ګډونوال په دې اند دي چې د چین د وارداتو او صادراتو نندارتون کې د خدمتونو او محصولاتو د سویې په دوامدارې لوړتیا سره د نړۍ د عرضې ځنځیر په مدیریت کې د چین اغېزه لا نوره پراخه شوې ده.

په داسې حال کې چې نړیوال بازار ناثابت دی او جیوپولیتیک سیاست پېچلی دی. د چین د وارداتو او صادراتو نندارتون تل په پرانیستې رویه د ګردې نړۍ د مېلمنو هرکلی کوي. تېرې دورې یې د ۲۲۰ هېوادونو او سیمو ۳۱۴ زره پېرونکي راجلب کړي او د ۲۵ اعشاریه ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت صادراتي تړونونه پکې لاسلیک شوي دي. د روانې دورې تر پرانیستلو مخکې د ۱۹۶ هېوادونو او سیمو څه باندې ۲۱۰ زرو پېرونکو خپل نومونه ثبت کړي دي. د سروې ۸۷ اعشاریه ۲ ګډونوالو ویلي، دغه نندارتون د چین له لوی بازار څخه د ګټې اخیستلو لپاره نړیوالو ته مهم فرصت برابر کړی دی. ۷۷ اعشاریه ۲ سلنې ګډونوالو له مختلفو هېوادونو وغوښتل چې له چین سره دې څواړخیز سوداګریز نظام فعال وساتي، د نړۍ د تولید او عرضې ځنځيرونو ثبات دې په ګډه تضمین کړي چې د نړیوالې سوداګرۍ د ګډې ګټې پر بنسټ د همکارۍ فضا لا نوره پراخه شي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

پوتین: روسیه له اروپا سره د جګړې لپاره چمتووالی نه نیسي

اکتوبر 23, 2026

شي جين پينګ د شيځانګ په ناچوي ښار کې له زلزله ځپلو وګړيو سره د مرستې مهمې لارښوونې وکړې

اکتوبر 23, 2026

د پيسو نړيوال صندوق: د منځني ختيځ اقتصاد به ۱اعشاريه ۳سلنه کمه وده وکړي

اکتوبر 23, 2026

د چين د وارداتو او صادراتو د ۱۴۰م نندارتون دويم پړاو پرانيستل شو

اکتوبر 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In