د ګردې نړۍ مديريت د ۲۰۲۶م کال فورم به د اکتوبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې د چين د هه بۍ ولایت په شيونګ ان کې تر سره شي چې عمده موضوع يې (( د باور بيا رغونه او همکاري: سل کلن بدلون او د ګردې نړۍ د مديریت اصلاحات او بشپړتيا )) عنوان شوې ده. اوس تصدیق شوی چې د څه باندې ۹۰ هېوادونو څه نا څه ۱۸۰ بهرني مېلمانه او شاوخوا ۱۸۰ چینايي مېلمانه به پکې ګډون وکړي.
د معلوماتو له مخې په دې فورم کې به د پیل مراسم، د ګډونوالو ويناوې، د پنځو فرعي فورمونو ۲۲ سمينارونه او څو نور فعاليتونه شامل وي. ګډونوال او خبري رسنۍ به د فورم په څنډه کې د شیونګ ان سيمې له نمونوي پروژو څخه ليدنې هم وکړي.































